افغانستان

حکومت وايي حزب هېڅ جنګي جبهې نه لري

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان په داخل کې د حزب اسلامي د جنګي جبهو هېڅ اثار نه شته. دوی ويلي دي چې د حزب اسلامي جنګي جبهې لږ تر لږه له يوه کاله راپه دې خوا غير فعاله دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه ولسمشر اشرف غني امنيتي ادارو ته فرمان صادر کړ چې د ګلبدين حکمتيار له حزب اسلامي سره اوربند وکړي. مګر بلې خوا، آريانا نيوز ټلويزيوني شبکه د افغانستان د دفاع وزارت له خولې وايي چې حزب اسلامي په افغانستان کې هېڅ جنګي جبهه نه لري.

امنيتي چارواکي چې د ولسمشر د فرمان پلي کوونکي دي، د حزب اسلامي د جنګي جبهو له شتونه ناخبري ښودلې. د کورنيو چارو وزارت وياند، صديق صدیقي وايي چې موږ د ولسمشر د فرمان د پلي کولو مکلفيت لرو، مګر دقيق معلومات نه لرو چې حزب اسلامي چېرته مرکز لري او څه ډول فعاليت کوي.

د دفاع وزارت بل وياند، دولت وزيري ويلي دي چې حزب اسلامي له پخوا جنګي فعاليت نه لاره، يوازې د بهرنيو پر وړاندې جنګېدل او ډېر غير فعال دي. هغه زياته کړې چې د حزب اسلامي کسان په ټوله کې له دولت سره يو ځای کېږي.

بلې خوا د ياد ګوند د خبرو اترو د ټيم مشر، امين کريم بيا ادعا کوي چې دوی د افغانستان اته ويشتو ولايتونو کې نظامي مرکزونه لري. هغه دغه راز ويلي دي چې تر اوسه يې د دغو مرکزونو د لغوې پرېکړه نه ده کړې.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button