افغانستانسلايډ

حکومت سبا ورځ ملي وير اعلان کړ

ولسمشر غني د کابل د ننۍ پېښې له امله سبا ټول هېواد کې ملي وير اعلان کړ. هغه د دې پېښې د پلټنې لپاره د يوه کميسيون د جوړولو امر هم کړی دی.

د کابل ښار دهمزنگ سيمه کې نن ماسپخين شاوخوا دوه نيمې بجې پر لاریون کوونکو درنې چاودنې وشوې، چې له امله يې لږ تر لږه اتيا تنه ووژل شو او له دوو سوو ډېر نور ټپيان شول.

ولسمشر غني نن ارگ کې د خبرو پر مهال د دې چاودنو له قربانيانو سره خپله خواخوږي وښوده او د هغوی د انتقام اخيستو ژمنه يې وکړه.

هغه سبا ورځ ټول هېواد او له هېواده بهر د افغانستان سفارتونو کې ملي وير اعلان کړ: «زه د ټول ملت په استازيتوب سبا ورځ ملي وير اعلانوم او له جوماتونو او تکيه‌خانو غواړم، چې د پېښې قربانيانو ته دعا وکړي».

ولسمشر په داسې حال کې سبا ورځ ملي وير اعلان کړ، چې د ياد لاريون ډېر گډونوال د دې چاودنو پړه پر حکومت وراچوي. د يادونې ده چې دغه لاريونونه د «جنبش روشنايي» گوند له لوري پيل شوي وو او غوښتنه يې دا وه چې ټوټاپ پروژه دې د باميانو له لارې تېره شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button