افغانستان

«حکومت د سولې لپاره پر داسې ميکانیزم کار کوي چې پر ‘بل هېواد’ تکیه نه وي»

افغانستان له هغې وروسته د سولې پر یوه داسې میکانیزم کار پیل کړی چې پر «بل هېواد» تکیه ونه لري. د ملي امنیت سلاکار وايي چې افغانستان د سولې لپاره پر یوه داسې مکانېزم کار کوي چې په بل هېواد تکیه نه کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي حنیف اتمر نن د ترکیې له سفیر علي سعید اکین سره د نوموړي په دفتر کې ولیدل او د دواړو هېوادونو په اړیکو او د سولې په پروسه یې خبرې اترې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار په دغه لیدنه کې طالبانو سره سولې ته په اشاره وویل چې د افغانستان دولت سولې ته ژمن دی، خو دا سوله څو اړخونه لري.

د اتمر په باور، تر هغه چې وسله‌وال مخالفین د خپلو سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره له ویرې خپرولو څخه استفاده کوي، سولې ته رسېدل ستونزمن کار دی.

په ورته وخت کې د ترکیې سفیر وویل چې هېواد یې حاضر دی چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ د سولې د پروسې درې اړخیزې ناستې کوربه شي.

خو د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ چې افغانستان د سولې پر داسې میکانیزم بوخت دی چې دغه بهیر پر «کوم بل هېواد» تکیه ونه لري. کله چې تېر کال د ملي يووالي حکومت رامنځ ته شو، ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ. په پاکستان کې د حکومت استازیو له ځینو طالبانو سره وکتل؛ خو دغه بهیر د طالبانو د پخواني مشر د مرګ خبر له خپرېدو سره ټکنی شو.

حنیف اتمر یو ځل بیا ادعا وکړه چې د «کوټې شورا» او «حقاني شبکه» په پاکستان کې حضور لري او د افغانستان پر ضد فعالیتونه کوي؛ خو پاکستان يې پر ضد اقدام نه کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button