افغانستانراپورونه

حکمتیار یو ځل بیا ګواښ وکړ چې غیر بایومیټریک رایی باید باطلې اعلان شي

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار وایيي، هغه ۳۰۰ زره رایې چې د ټاکنو کمیسیون یې په اړه شک څرګند کړی و باید حذف کړل شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، باید ټول صندوقونه بیا وشمیرل شي، نه دا چې یواځې د یو څو محلونو رایې د یوه نوماند په غوښتنه شمیرل کیږي. ،

هغه ویلي، اتیا سلنه درغلۍ هغې ټاکنیزې ډلې کړې دي چې د غیر بایومټریک رایو د منل کېدو ګواښ یې کړی و. هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، حکمتیار دغه راز ویلي، هغه کسان چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړې دي باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. نوموړي له ټاکنو کمیسیون څخه هم غوښتنه وکړه چې د هغو څه باندې ۲۴۰۰ محلونو د بایومټریکي وسایلو د ورکېدو په اړه هم ځواب ووایي چې د حاکم ټیم له لوري تښتول شوي دي. هغه زیاته کړې، څو پورې چې ټولې غیر بایومټریک رایې باطلې نه وي اعلان شوې او د لویو درغلیو عاملین محاکمه شوي نه وي هیڅوک هم د پایلو د اعلان حق نه لري.

ورته مطالب

Back to top button