افغانستانراپورونه

حکمتیار یو ځل بیا په موقت حکومت جوړولو ټینګار وکړ

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي د موقت حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر دې دمه نه دي اعلان شوې او کمیسیون د شفافو ټاکنو په ترسره کولو نه دی بریالی شوی.

نوموړي وویل چې حاکم ټیم په ټاکنو کې مداخله کوي نو ښه به وي چې یو موقت حکومت جوړ شي او هغه بې طرفه ټاکنو ته لار هواره کړي. حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د لومړنیو پایلو په اعلان نه دی بریالی شوی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، مدني فعالان، سیاسي ګوندونه او ولسي جرګې هم په ځلونو د ټاکنو د پایلو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون یې غوښتي چې ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي. خو کمیسیون وایي چې دوی قوانینو ته په کتو خپلې چارې تنظیموي او ډېر ژر به د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.

ورته مطالب

Back to top button