افغانستانخبرونه

حکمتیار یو ځل بیا پر خپلو شرایطو ټینګار وکړ

د حزب اسلامي (حکمتیار) مشر د امریکا له ان بي سي ټلویزیون څخه په خپل خپاره شوي ویډیويي پیغام کې یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ. ګلبدین حکمتیار په دغه لنډ ویډیي کلیپ کې په ټینګه وايي چې «په هېواد کې وم، یم او وم به».

د حزب اسلامي مشر وايي په هېواد کې به د بهرنیانو له شتون سره «سیاسي، فکري او نظامي» مخالفت کوي. که څه هم د ښاغلي حکمتیار د حزب اسلامي ډېری غړي په کابل کې له حکومت سره ګډون لري؛ خو دی تل ټینګار کوي چې د حزب اسلامي غړي ورسره د ده په مبارزه کې ژمن دي.

حکمتیار وايي: «سوله یوازې هغه مهال راتلای شي او جګړه پای ته رسېدای شي چې بهرني ځواکونه ووځي او افغان ولس ته دا حق ورکړل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او د خپلې خوښې حکومت او نظام جوړ کړي».

ګلبدین حکمتیار وايي، هغه مهال چې بهرني ځواکونه ووځي؛ نو «ما به ان شاءالله په کابل کې ووینې».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button