افغانستانراپورونه

حکمتیار: که له پاکو رایو ناپاکه لرې شي تر ټولو ډیرې رایې ما وړي دي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وایي تېرې ټاکنې بحراني شوې دي. نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، حاکمو ټیمونو ورسره سلا مشورې پیل کړې دي او له ده یې غوښتي چې د بحران په حل کې ورسره مرسته وکړي.

حکمتیار وایي په ټاکنو کې درغلي شوې ده او په خبره یې که پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي نو دی تر ټولو ډېرې رایې وړي. ګلبدین حکمتیار دغه راز ویلي، ددې اړتیا ده چې ټول نوماندان سره یو ځای شي او له روان بحران د راوتلو لپاره عملي اقدامات وکړي. حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په ځينو برخو کې د ستونزو موجودیت مني. دوی وايي چې د کارونو د نه چټکوالي له امله ښايي لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان نه شي. خو بیا یې هم له نوماندانو غوښتنه کړې چې ددوی اعلان ته په تمه شي.

Tags

Related Articles

Back to top button