افغانستانراپورونه

حکمتیار: که د جعلکارۍ ستونزه حل نه شي د راتلونکي حکومت تشکیل نه منو

 د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې د اشرف غني د رایو دوه پر درې برخه جعلي دي او دی به یوازې د بایومتریک شویو رایو پایلې ومني.

ښاغلي حکمتیار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، حاکم ټیم پراخه درغلي کړې او کمېسیون باید د شفافیت اصل ته ژمنتیا وښيي.

ښاغلي حکمتیار ادعا کړې چې د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ حکومت حاکمیت نه لري او چارواکي يې له ګردیز ولسوالۍ څخه خپل کارونه مخته وړي، مګر په دغه ولسوالۍ کې د دولت ساز ټاکنیزې ډلې په صندوقونو کې ۱۹ زره رایې اچول شوې دي: (( که د دولت ساز ټاکنیز ټیم د جعلکارۍ ستونزه حل نه شي د راتلونکي حکومت تشکیل نه منو، زه هیله مند یم چې ټاکنې بحران لا زیات نه کړي.))

بلخوا د ټاکنو کمېسیون یو غړی ملا عبدالله د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون وايي، کمېسیون د حکمتیار د مرستیالانو په حضور کې پریکړه کړې ده چې له بایومتریک څخه پرته رایې باطلې دي.

ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې د ټاکنیزو درغلیو خبره کوي چې پخپله یې هم په بې سټیکره تذکره رایه ورکړې ده او نوم یې هم د رایه ورکوونکو په لیست کې نه و ثبت کړی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button