افغانستانراپورونه

حکمتیار: د امریکا له وتلو وروسته به افغان حکومت سقوط وکړي

د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید ګلبدین حکمتیار ویلي چې افغان دولت کمزوری دی.
سپوتنیک د طلوع نیوز په حواله لیکلي چې هغه ویلي، د امریکا د وتلو په صورت کې به د افغانستان دولت سقوط وکړي.
نوموړي د هېواد اوسنی وضعیت له ۱۹۹۰ یمو کلونو سره مشابه وباله چې په وینا یې پخواني شوروي اتحاد د نجیب الله حکومت یوازې پرېښود او بیا یې حکومت سقوط شو.
حکمتیار وروستیو کې په حکومت سختې نیوکې کړي.
هغه وړاندې افغانستان بشپړ اشغال شوی هېواد بللی و.

Tags

Related Articles

Back to top button