افغانستانراپورونه

حکمتیار: امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره به اړیکې شکوۍ

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یو تازه مرکه کې چې طلوع تلویزون سره کړي وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره به ټولې اړیکي شکوئ.
هغه زیاتوي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې نه یوازې له ایران سره اړیکي شکوي بلکې د سولې له تړون وروسته به هم زموږ یو شمیر سرتیري په افغانستان کې شتون لرلو توافق کوي.
حکمتیار وایی، دا هغه دوه شرطه دي چې د سولې توافق نامي د ځنډیدو سبب سوي دي، دا شرطونه اوس تازه امریکایانو طالبانو ته ایښي.
د حکمتیار په تازه څرګندونو تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه ده ښودلی.

ورته مطالب

Back to top button