سلايډګنګوسې

حنیف اتمر د ولسمشر غني ټیم سره یو ځای کېږي

سپوتنیک لیکي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په همدې تړاو له اتمر سره کتلي دي.

ناتایید شوي رپوټونه وایي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د سولې او اعتدال د ټیم کاندید حنیف اتمر د ولسمشر اشرف غني د دولت جوړوونکي ټیم سره یو ځای کېږي.
سپوتنیک لیکي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په همدې تړاو له اتمر سره کتلي دي.
اتمر د ولسمشر غني د ملي امنیت د شورا مخکینی سلاکار و.
ویل کېږي چې د سولې او اعتدال ټیم تر منځ د صدارت څوکۍ پر سر ژور اختلافات دي.
بل خوا، ویل کېږي چې د اتمر دوه مرستیالان، یونس قانوني او محمد محقق به د ولسمشریزو ټاکنو له بل پیاوړي کاندید عبدالله عبدالله سره یو ځای شي.
د ولسمشر غني مرستیال عبدالرشید دوستم په همدې تړاو څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د محقق او عطا محمد نور سره یو پیاوړی ټیم جوړوي.
دوستم راتلونکو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړی دی.
اتمر، قانوني او محقق تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Tags
Back to top button