افغانستانسلايډ

حقوقپوهان: د بهرنيو ځواکونو عمليات د خپلواکۍ سپکاوی او له امنيتي تړونه سرغړونه ده

له تېرو څو ورځو راهيسې داسې خبرونه تر لاسه شوي، چې زابل، غزني، ننګرهار او نورو ولايتونو کې امريکايي عسکرو د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد عمليات کړي، چې له امله ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرنوشت ورځپاڼې د غزني ده يک ولسوالۍ اوسېدونکو له قوله ليکلي، چې وړمه ورځ امريکايي عسکرو شېر کلي کې د شپينزو عملياتو پر مهال د يو ملا امام په ګډون څو کسان ووژل، چې طالبانو سره يې اړيکه نه درلوده.

د غزني مرستيال والي عبدالعلي احمدي وايي، چې دغه عمليات سيمه کې د طالبانو پر ضد شوي، چې افغان او بهرنيو عسکرو په ګډه په کې ګډون درلود.

سرنوشت د شېر کلي د يو قومي مشر حاجي خان محمد له قوله ليکلي، چې دوی د عملياتو له سيمې بشپړ معلومات لري، دغه ځای کې د طالبانو د شتون نښې نه دي موندل شوي او د شېر کلي ملا امام او ولسي خلک د بهرنيو عسکرو په «خپلسرو» عملياتو کې وژل شوي، چې هېڅ کورنی عسکر ورسره نه وو.

سرنوشت د ننګرهار دور بابا او زابل کې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې امريکايي عسکرو دغو سيمو کې خپلسري عمليات کړي او د طالبانو په ګډون يې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د امريکايي عسکرو د نظامي عملياتو په تړاو سرنوشت له يو شمېر حقوق پوهانو سره خبرې کړي.

د حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال بګرام او نورو زندانونو کې د بنديانو د قضيو څېړونکي کمېسيون مشر او حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس سرنوشت ته ويلي، چې د امريکايي عسکرو له لوري «خپلسري» عمليات د هېواد د خپلواکۍ سپکاوی او د امريکا او افغانستان تر منځ له شوي تړونه مخالفت دی.

«امريکايانو پخوا هم د افغانستان له قوانينو مخالفت کړی، اوس يې هم کوي او په هېڅ توګه نړيوالو قوانيو ته ژمن نه دي او کندز کې د بې پولې ډاکټرانو بمبار د امريکايي عسکرو څېره نوره هم روښانه کړه.»

دادرس زياتوي، چې امريکا افغانستان کې د خپلو ګټو له مخې هڅې او فعاليتونه کوي.

«د امنيتي تړون له مخې امريکا بايد پر افغانستان د بهرني يرغل ځواب ووايي، مګر امريکايان پر افغانستان د پاکستان توغنديزو بريدونو په اړه غلي دي.»

دادرس زياتوي، چې بهرنيان د خپلو ګټو لپاره د هېواد په کليو او ښارونو کې تګ راتګ کوي، دا کار هم له شوي امنيتي تړونه سرغړونه او د ولسي خلکو ژوند ته ګواښ دی.

بهرنيو عسکرو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، مګر د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، چې بهرني عسکر او بې پيلوټه الوتکې د افغانستان دفاع وزارت په سلا مشوره بريدونه او عمليات کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button