راپورونهسيمه او نړۍ

حسن روحاني: امریکایی حضور افغان جګړه نشی ختمولائ

امریکا په افغانستان کې په حضور سره یوازې خپلې ګټې پالي. دایران ولسمشر حسن روحاني د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پر مهال ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او د امریکايي ځواکونو حضور دغه جګړه نه شي ختمولی. دده په وینا امریکا په افغانستان کې یوازې د خپلو ګټو لپاره حضور لرې او اډې جوړوي له دې ورهاخوا په سیمه کې د مثبت اقدام نیت نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او افغانان حق لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي. د حسن روحاني په خبره افغانان پخپله کولی شي د بهرنیانو له مداخلې پرته په خپل هېواد کې سوله او امنیت ټینګ کړي نو امریکایان دې له مداخلې ډډه وکړي. دواړو لورو همدا راز د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې پر روان وضعیت هم خبرې او بحثونه لرلي دي.

ورته مطالب

Back to top button