سلايډنظر او تحلیل

حزب التحرير ولې تروريستي سازمان نه، بلکې سياسي حزب دی؟!/ سیف الله مستنیر*

*د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

پرون د جان کېري د دولت اجرائيه رييس د وزيرانو په شورا کې وويل چې حزب التحرير يو سياسي حزب نه دی، بلکې د تروريستي سازمانونو اړوند يوه ډله ده، چې لا تر اوسه يې د فعاليتونو د منع کولو لپاره ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. هغه وويل: «حزب التحرير د تروريستي احزابو غير نظامي څانګه ده، چې ځوان نسل د تروريستي فعاليتونو لپاره تشويقوي.»

د سياست د کوم تعريف پر بنسټ چې ډاکټر عبد الله عبدالله سياسي ډګر ته راوتلی، رښتيا هم د هغه تعريف له مخې حزب التحرير يو سياسي حزب نه دی. ځکه عبدالله عبدالله د شيطاني سياست د پلار ماکيآوولي په تعريف له خپل ولس سره سياست کوي. خو حزب التحرير د سياست د هغه تعريف پر بنسټ د امت په سياسي چارو کې نړيوال شهرت موندلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم تعريف کړی دی.

د انساني شيطانانو پلار ماکياوولي قدرت ته د رسېدو لپاره واکمن ته د هر ډول مشروع او نامشروع وسايلو او اساليبو د استفادې حق ورکوي او ټول هم او غم يې دا وي چې څنګه قدرت لاس ته راوړي، څنګه يې پر خلکو وتپي او څنګه يې د دوام لپاره هڅې وکړي. په دغو برخو کې له هېڅ راز جنايت او ناروا کړنو څخه مخ نه اړوي، هېڅ راز وحی شوي؛ ديني حلال او حرام يې په اعمالو کې اغيز نه لري. له همدې امله د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته د لمر په شان څرګنده ده چې دغه ټول ټکي د عبدالله عبدالله او د هغه د پلويانو په سياسي ژوند کې تر ټولو څرګند موضوعات وو او دي. له همدې امله يې نن ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی او سياسي بقا يې هم يوازې په استعماري ځواکونو پورې تړلې ده.

مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل يوه حديث کې سياست د انبياوو او خلفاوو دنده ګڼلې ده، چې د وحی شوو حلالو او حرامو له مخې ترسره کيږي. هغه صلی الله عليه وسلم فرمايي: (كانت بنو اسرائيل تسوسهم الانبياء، كلما هلك نبي خلفه نبي و انه لا نبي بعدي، وستكون خلفاء فتكثر، قالوا: فما تأمرنا؟ قال: فوا ببيعة الأول فالأول، و اعطوهم حقهم فان الله سائلهم عما استرعاهم) رواه مسلم، يعنې: د بني اسرائيلو د چارو سياست انبياوو كولو، هركله به چې يو نبي مړ شو، ورپسې به بل نبي راغى او په تحقيق سره وروسته له ما بل نبي نشته، خو خلفاء به وي او زياتيږي به، نو دوى ورته وويل، په څه باندې موږ ته امر كوې؟ ويې فرمايل: نو لومړنى بيعت لومړنى دى هغه بشپړ کړی او هغوى ته يې حق وركړئ، ځکه الله سبحانه وتعالی د هغه څه پوښتونكى دى، کوم چې هغوی يې سرپرستي كړې ده.

نو حزب التحرير د دا ډول مقدس سياست د دوام لپاره په نړيواله سطحه د داسې يوه حزب په توګه مبارزه کوي، چې په خپله شپېته کلنه مبارزه کې امت ورسره د يو ځل دروغو، يوه خيانت او يوې قطرې وينې تويولو تجربه نه لري. هغه په ټولنه کې د بنسټيز تغيير او بدلون لپاره ګام په ګام او مرحله په مرحله د رسول الله صلی الله عليه وسلم طريقه تعقيبوي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکي دور کې هېڅ راز مادي کړنې نه ترسره کولې او خپل ټول پام يې له فکري او سياسي پلوه د اسلام د دعوت حمل کولو او د اسلامي دولت د تاسيس لپاره متمرکز کړی و. نن حزب التحرير هم د امت په منځ کې پر همدغه کړنلاره روان دی.

حزب التحرير يو داسې حزب دی، چې هېڅ په نامه اسلامي او ډيموکراتيک احزاب نه پر هغه قياس کېدای شي او نه هغه پر نورو. حزب التحرير يوازې او يوازې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په تکتل او حزب «اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين» باندې قياس کېدای شي او بس. ځکه موخه، اړيکي او ټول تصرفات يې د هغوی پر کړنلاره برابر کړي دي. همداراز الله سبحانه وتعالی د امت په منځ کې د داسې يوه حزب رامنځ ته کول فرض کړي دي. الله متعال فرمايي: (وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ) يعنې: بايد ستاسو «اسلامي امت» په منځ کې داسې يوه ډله «حزب» خلك وي، چې هغوى دعوت وكړي خير «ټول اسلام: عقيدې او نظام» ته او په معروفو كارونو امر وكړي او له منكرو كارونو څخه خلك منع كړي. نو حزب التحرير د الله سبحانه وتعالی د دا ډول غوښتنې پر وړاندې د اسلامي امت ځواب دی.

نو له همدې امله په اسلام کې د اسلامي افکارو او احکامو له مخې د خلکو د چارو سرپرستۍ ته سياست ويل کيږي؛ چې د رعيت او دولت له دوه اړخيزې همکارۍ څخه لاس ته راځي. دولت به په رعيت باندې يوازې او يوازې اسلام پلی کوی او که چېرته د اسلام له افکارو او احکامو څخه انحراف کوي نو رعيت بايد هغه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر «محاسبې» له لارې بېرته اسلام ته متوجه کړي، چې نن حزب التحرير د امت په منځ کې همدغه چاره ترسره کوي او همداراز د دغو ټولو غير اسلامي نظامونو پر ځای د راشده خلافت تاسيس او د امت لپاره د بيا اسلامي ژوند د رامنځ ته کولو لپاره فکري او سياسي مبارزه کوي؛ خو د هغه د دې اعا په اړه چې وايي: «حزب التحرير د تروريستي احزابو غير نظامي څانګه ده، چې ځوان نسل د تروريستي فعاليتونو لپاره تشويقوي.» کله چې موږ په امت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کړنلارې پر بنسټ د کفري ډيموکراسۍ او د هغې د لېږد د طريقې «استعمار» پر وړاندې په فکري او سياسي ډګر کې درېږو، خلک په اسلامي ثقافت باندې روزو او عامه افکار د کفري نظامونو پر وړاندې منفي او د راتلونکي راشده خلافت لپاره د اسلامي افکارو او احکامو له مخې تياروو، طبيعي ده چې د ټولنې په منځ کې به ابوبکر، عمر، مصعب، طلحه، زبير او حمزه رضوان الله عليهم اجمعين ته ورته شخصيتونه په دې عصر کې راڅرګنديږي. هغوی به ټول کفري افکار او نظامونه ننګوي او يوازې د سوچه اسلامي نظام د تاسيس په لټه کې به شپه او ورځ هڅې او مبارزه کوي.

د دا ډول فکري او سياسي کړنو پر وړاندې طبيعي ده چې حاکم نظامونه، لاسپوڅي او خاين چارواکي به همدا ډول عکس العملونه څرګندوي. ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعوت پر وړاندې هم ابوجهل او ورته نورو د کفارو مشرانو، هغه ساحر، شاعر، لېونی او … وباله. همدغه الهي سنت دي او د نوح، ابراهيم او موسی د دعوتونو پر وړاندې هم تکرار شوي دي. نو د دوی له لوري يا د دې ډول بې ځايه او بې بنسټه تورونو تمه کوو او يا هم ورته د هدايت دعا کوو، چې که ځينې ځانګړنې يې د الله سبحانه وتعالی خوښې وي، هغه د حق لارې ته هدايت کړي او د ابوجهل له رول څخه بهر دې عصر عمر او حمزه به ورڅخه جوړ شي او د زور او نفوذ پر مټ يې چې نن د امريکا او ناټو لپاره مسلمانان وژل کيږي، هغه مهال به اسلام پرې پياوړی شي.

په پايله کې حزب التحرير يو سياسي حزب دى، چې مبداء يې اسلام او موخه يې د اسلامي دولت په جوړولو سره د اسلامي ژوند له سره اعاده کول دي، چې اسلامي نظامونه پلي او اسلامي دعوت نړۍ ته ورسوي. دغه حزب ځانګړى حزبي ثقافت تيار کړى، چې د ژوند د چارو په هکله د اسلامي احکامو متضمن دى او حزب اسلام ته د فکري قيادت په توګه دعوت کوي، چې له هغو څخه نظامونه سرچينه اخلي او د انسان ټولې ستونزې حل کوي. هغه د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزو او دې ته ورته نورو ټولو ستونزو حل کوونکى دى. هغه يو داسې سياسي حزب دى، چې ښځې هم د نارينه وو په څېر له ځان سره ملې كوي او ټول خلک د اسلام او د هغه د مفاهيمو او نظامونو د تبني كولو لور ته را بولي او هغوى ته د اسلام په نظر ګوري، آن که څه هم د هغوى رنګونه، قومونه او مذهبونه هم سره توپير ولري او حزب خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له امت سره په تفاعل اعتماد كوي او د استعمار له ټولو شکلونو او نومونو سره مقابله او مبارزه کوي، ترڅو امت د استعمار له فکري قيادت څخه آزاد او د استعمار فرهنګي، سياسي، اقتصادي او دې ته ورته نورې جرړې له اسلامي ملکونو څخه وباسي او د هغو غلطو او ناسمو مفاهيمو کوم، چې استعمار يې رواجوي، چې اسلام يوازې په اخلاقو او عباداتو پورې اړه لري، د هغو د بدلون په لاره کې مبارزه او فعاليت کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button