افغانستانخبرونهسلايډ

حزب اسلامي (حکمتیار) د سولې خبرو ته تیاری ښودلی

د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې مشر، ډاکټر غیرت بهیر د پاکستان له ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې سره په مرکه کې تیاری ښودلی چې ډله یې تیاره ده په افغانستان کې دننه د سولې بهیر کې برخه واخلي. ښاغلی بهیر چې په اسلام اباد کې مېشت دی، پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې «هېڅ ډله دې د خبرو له بهیره بهر نه پاتې کېږي».

حزب اسلامي داسې مهال د سولې اړوند خبرو کې چمتووالی ښيي، چې د سولې په وروستیو خبرو کې یې ډله څنډې ته شوې ښکاري. له تېر یوه کال راهیسې چې په ځینو بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سولې اړوند خبرو کې حزب اسلامي ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

غیرت وايي: «حزب اسلامي د افغانانو په مشرۍ او افغاني خبرو پلوي کوي او تل یې ویلي چې جگړه د حل لاره نه ده». بهیر داسې مهال جگړه د حل لار نه گڼي، چې ادعا کوي ډله یې د افغان حکومت او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو پر ضد «وسله واله مبارزه» کوي.

غیرت بهیر داسې مهال د سولې خبرو ته تیاری ښيي، چې تمه ده د جنورۍ په دویمې اوونۍ کې په اسلام اباد کې د امریکا او چین د استازیو په گډون د افغانستان او پاکستان چارواکي وگوري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د حزب پټ شوی مشر به کله راڅرگندېږي، بهیر وايي: «کله چې شرایط برابر شي، حکمتیار به سیاست کې فعال رول ولوبوي».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button