افغانستانخبرونهسلايډ

حامد کرزی: غني او عبدالله هم زما میراث دي

لاس انجلس ټایمز د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په باب یو په زړه پورې مطلب لیکلی. لیکنه له دې پيلېږي، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په لنډ واټن کې د حامد کرزي کور لا هم د ګڼو پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکیو، قومي مشرانو، ښځو او ماشومانو د ګڼې ګوڼې ځای دی. د اخترونو په ورځو کې د کرزي د کور مخې ته د د مېلمنو اوږدې لیکې جوړې وي.

ورځپاڼه وايي، چې افغانان ګومان کوي چې یوازې حامد کرزی کولی شي چې افغانستان له اوسني ناورین څخه وباسي. کرزی وايي: «موږ به نه ناکامېږو، موږ به کامیاب شو». د حامد کرزي له واکمنۍ وروسته، د ملي يووالي حکومت له راتګ سره دندې کمې شوې او اقتصادي وضعیت سوړ شو.

ورځپاڼه هغو ګنګوسو ته اشاره کوي چې ګواکې حامد کرزی د ولسمشر غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله د ملي يووالي حکومت ته ستونزې راولاړوي؛ خو کرزی وايي: «خلک ماته راځي. خلک ما ویني. ناچاره به دغسې خبرې راپورته کېږي».

د غني په حکومت کې کله نا کله چارواکي د ستونزو پړه پر حامد کرزي اچوي، چې ګواکې دا هر څه د هغه «میراث» دي. خو کرزی وايي چې د غني او عبدالله په ګډون ډېری اوسني چارواکي د هغه د واکمنۍ مامورین وو. کرزی وايي: «غني هم زما میراث دی او عبدالله هم». کرزی زیاتوي: «د دې پر ځای چې ماضي ته وګرځي، دوی (غني و عبدالله) باید ستونزې اوارې کړي، د ماضي په باب باید خبرې ونه کړي؛ ځکه دوی هم له ما سره وو».

کرزی پر اوسني حکومت له مخامخ نیوکې ځان په څنګ کوي؛ خو د جګړې په اړه یې د ولسمشر غني له کړنلارې سره ژور اختلاف شته. حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال له امریکایانو سره د هغوی د بمباردونو او د ملکي وګړو پر ځورونو ناندرۍ کولې؛ خو ولسمشر اشرف غني د هغه پر خلاف واک ته له رسېدو راهیسې يې پر امریکايي پوځيانو نیوکه نه ده کړې.

اشرف غني او عبدالله د حامد کرزي پر خلاف امریکایي پوځیانو ته په جګړه کې لا پراخ رول ورکړ. په ارګ کې د ملي امنیت شورا په اوونیزو ناستو کې د پرېکنده ماموریت د بهرنیو ځواکونو قومندان هم په منظم ډول ګډون کوي. دا لومړی ځل دی چې د ملي امنیت شورا په ناستو کې بهرنیان هم حضور لري.

د حامد کرزي په باور په افغانستان کې د جګړې د غځېدا پړه د امریکایانو پر غاړه ده. کرزی د امریکا سیاستونه د جګړې د پراخېدو لامل بولي؛ خو ولسمشر غني د جګړې پر پراختیا او د بهرنیانو پر پراخ رول ټینګار کوي.

بارک اوباما تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د واکمنۍ تر پایه به د ۵۵۰۰ پر ځای ۸۴۰۰ پوځیان په افغانستان کې ساتي؛ چې د اشرف غني له هرکلی سره مخ شو. د غني او عبدالله واک ته له رسېدو وروسته امریکایانو یو ځل بیا جګړې او ډرون بریدونو ته مخه کړه.

کرزی پر امریکایانو د نیوکې تر څنګ وايي: «امریکا او متحدین یې باید د زیاتو حملو خبرې ونه کړي. دوی باید د جګړې له امله خپل شتون توجیه نه کړي، بلکې د سولې راوستلو لپاره خپلو شتون توجیه کړي».

کرزي ورځپاڼې ته ویلي چې اشرف غنی د امریکایانو له خوا د ملکي تلفاتو په غندنه کې ډېر سپین نه دی: «ما ولسمشر وهڅاوه چې په دې اړه غږ پورته کړي». کرزی هیله څرګندوي چې غني هم د ده په څېر د امریکایانو پر نادودو نیوکه وکړي ځکه د ده په وینا «موږ د افغانانو د ژوند مسوولیت لرو».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button