افغانستانخبرونهسلايډ

حامد کرزی: د ملي یوالي حکومت مشران دې خپلې ژمنې ترسره کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي له نېویارک ټایمز رسنۍ سره په مرکه کې د هېواد د ملي یوالي حکومت پر مشرانو غږ کړې چې خپلې ژمنې دې پوره کړي.
کرزي د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، غوښتلي چې د خپلو ژمنو سره سم د ملي یوالي د حکومت د دوو کلونو پوره کېدو سره دې لویه جرګه جوړه کړي.
د ملي یوالي حکومت مشرانو د ولس سره ژمنه کړې وه چې د حکومت د دوو کلونو پوره کېدو وروسته به لویه جرګه جوړوي او د حکومت د راتلونکي په اړه به د لوې جرګې پریکړې ته ګوري.
کرزي د ګډ حکومت پر مشرانو نېوکه وکړه او زیاته یې کړه:«زه غواړم په یو داسې هېواد کې ژوند وکړم چې مشران یې د ولس رایو او د قانون په بنیاد منځ ته راغلی وي، نه د شخصي جوړ جاړي له لارې.»
پخواني ولسمشر په تېر حکومت هم نېوکه وکړه او وې ویل:«زما په حکومت کې هم اداري فساد وو خو نه مې شو کولی چې په فساد ککړ خلک له دندو ګوښه کړم، ځکه په هېواد کې د ګډوډۍ لامل ګرځېدل.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button