افغانستانخبرونهسلايډ

حامد کرزی: داعش په افغانستان کې بهرنۍ پروژه ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکیې له ټي آر ټي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې داعش په افغانستان کې پردۍ پروژه ده؛ خو پخواني ولسمشر ونه ویل چې د داعش په رامنځ ته کولو کې د کومو هېوادونو ګټې نغښتې دي. کرزی وايي نه پوهېږي چې داعش د چا د موخو لپاره راوړل شوی. کرزي د طالبانو په اړه وویل، طالبان «د افغانانو بچیان دي، افغانان دي؛ خو داعش وارداتي فکر او پروژه ده».
حامد کرزي وویل افغانستان کله هم د ترهګرۍ پالنځای نه دی پاتې شوی.
حامد کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکایانو پر کړنو توندې نیوکې وکړې او زیاته يې کړه چې که پخوا پوهېدای نو مخکې به یې د امریکایانو د کړنو مخنیوی کړی وای. یو له هغو ټکو چې کرزي له امریکایانو سره د اختلاف د ټکي په توګه یاد کړ، په افغانستان کې يې د خپلې واکمنۍ پر مهال امنیتي کمپنیو ته اشاره وکړه. کرزي وویل: «دغو امنیتي کمپنیو داسې عملیات کول چې زه د ولسمشر په توګه هم نه پرې خبرېدم».
کرزي وویل نه غواړي چې امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ووځي؛ خو ویې ویل چې دوی باید د افغانستان په سوله کې خپل شتون ته دوام ورکړي. کرزي له امریکایانو وغوښتل چې د جګړې د اوږدولو له لارې دې خپل شتون ته توجیه نه برابروي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا لپاره ډونالډ ټرمپ او که مېرمن کلنټن وړ ولسمشر کېدای شي، کرزي وویل «په دې اړه نظر نه ورکوم، چې لاسوهنه به وګنل شي»؛ خو کرزي په ټوکه وویل «که مې د لاسوهنې وس لرلی، داسې لاسوهنه مې کوله لکه دوی [امریکایانو] چې کړې ده». په دې اړه چې د امریکا لپاره وړ ولسمشر باید څنګه کس وي، کرزي وویل چې «خپلې ګټې د نرمو لارو څخه وپالي او خلک ونه وژني او بمبار یې نه کړي».
په نړۍ کې د ترهګرۍ او افراطیت د زیاتېدو د لاملونو په اړه کرزي وویل، چې د لویو ځواکونو د سیاستونو په پایله کې له ترهګرۍ او مخ پر زیاتېدونکي افراطیت سره مخ یو.
حامد کرزي وویل نه غواړي چې د بل ځل لپاره ولسمشر شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button