افغانستانسلايډ

حامد کرزی: امريکا د سولې خبرو ته ژمن نه ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي څرگنده کړې ده، چې امريکا افغانستان کې دوه‌مخې لوبه کوي او ترهگرۍ سره د مبارزې ادعا کې ريښتونې نه ده.

ښاغلي کرزي له «RT» تلويزيون سره مرکه کې زياته کړې، چې امريکا نه غواړي افغانستان کې سوله رامنځته شي او د جگړې په غځولو خپلو موخو ته د رسېدو کوښښ کوي.

هغه ويلي: «پر افغانستان د امريکا د بريد موخه د ترهگرو ځپل، د افغانستان بيا رغونه او د دې هېواد د امنيت ټينگول و، خو تر اوسه دا يو هم نه دی ترلاسه شوی».
نوموړي افغانستان کې د امريکا پينځلس کلنه جگړه ناکامه بللې ده او څرگنده کړې يې ده، چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر د ترهگرۍ له گواښ سره مخ دی.

پخواني ولسمشر د افغان کړکيچ د اواري حل يوازې په سوله کې بللی، خو څرگنده کړې يې ده، چې د سولې په وړاندې هم امريکا او پاکستان خنډ جوړ کړی دی.
ده ويلي چې دغه هېوادونه د سولې خبرو ته ژمن نه دي او ځکه طالبان هم د افغان حکومت له پرله‌پسې غوښتنو سره سره د سولې خبرو ته حاضر نه شول.

کرزي روانه جگړه کې د امريکا پر پاليسۍ په نيوکه کې ويلي، چې دا جگړه افغانستان کې د بمونو او بريدونو له لارې نه گټل کېږي او د ترهگرۍ اصلي ځالې له افغانستانه د باندې دي.

ده د افغان امنيتي ځواکونو د وړتياو په اړه ويلي، چې امريکا د مليونونو ډالرو په خرڅ کولو هم لکه څنگه چې اړينه وه، افغان ځواکونه ونه روزل او دغه ځواکونه تر اوسه کافي وسلې او مهمات نه لري. نوموړی دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د واشنگټن پوسټ له راپور سره سم د افغان ځواکونو دنده لا هم امريکايي ځواکونه پر مخ وړي، چې له همدې کبله له سره د يوه پياوړي افغان پوځ د رامنځته کولو په اړه سوچ کوي.

کرزي يو وار بيا ويلي، چې طالبان افغانان دي او په سوله‌ييزه توگه په خپل هېواد کې د اوسېدو حق لري.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button