افغانستانسلايډ

حاجي ظاهر خپلو وسله والو ته د ناپېژاندو چورلکو د ويشتو امر کړی

د ولسي جرگې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير نن د ولسي جرگې عمومي غونډه کې ننگرهار کې د ناپېژاندو چورلکو له پروازونو شکايت وکړ.

حاجي ظاهر زياته کړه، چې د ننگرهار په بېلابېلو سيمو کې وخت پر وخت ناپيژانده چورلکې ناسته کوي او دوی، چې له چارواکو په دې اړه پوښتنه وکړي، نو هغوی يې په ځواب کې د چورلکو ناستي تخنيکي ستونزه بولي.

ښاغلي قديد وويل: «له دې سټېجه اعلان او خپلو وسله والو ته امر کوم، که هر ځای مو داسې چورلکې وليدې، چې ناسته يې کړې وه، ډزې پرې وکړئ.»

په دې وروستيو کې ځينو بهرنيو او کورنيو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړي، چې د هېواد ختيځ او نورو سيمو کې د داعش ډلې وسله وال په حکومتي او امريکايي چورلکو کې کوزيږي.

د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي، چې دوی هم د ناپيژاندو چورلکو د ناستو خبرونه ترلاسه کړي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

ظاهر قدير دا هم وويل، چې د طالبانو او داعش ترمنځ د جگړو پر مهال امريکايي الوتکې پر طالبانو بريدونه کوي او داعش سره «هېڅ کار نه لري»

د ولسي جرگې لومړي مرستيال زياته کړه: «داعش دا دومره نوې او پرمختللې پرېمانه وسله له کومه کوي، له اسمانه خو ورته نه راځي.»

ظاهر قدير د خپلو خبرو په ترڅ کې د ۲۰۱سېلاب قل اردو هغه ليک هم ولوست، چې په کې راغلي: «د منگل باغ لشکر اسلام ډلې غړي، چې په ننگرهار کې د حکومت له لوري د هويت پاڼې ورکول شوي، په دې وروستيو کې داعش ته اوښتي.»

نوموړي وويل، چې دوی د داعش يو شمېر داسې مړي هم ليدلي، چې د حکومت له لوري ورکړل شوې هويت پاڼې يې په جيبونو کې وې.

«دا هويت پاڼې د دې لوی دليل دی، چې حکومتي چارواکي د داعش ملاتړ کوي.»

ظاهر قدير د ولسي جرگې غونډې ته وويل، چې د داعش لوړپوړي مشران په کابل کې اوسيږي، له لوړپوړو چارواکو او سفارتونو ښې اړيکې لري.

«زما دې په الله قسم وي، چې د داعش مشران کابل کې ژوند کوي، په الله مې دې قسم وي، سفارتونو ته ځي، په الله مې دې قسم وي، چې امنيتي ادارو ته ځي.»

ملي شورا کې د ننگرهار استازي هم د دغه ولايت له امنيتي حالاتو اندېښمن دي او وايي، چې ځينې دولتي ادارې ختيځ کې د داعش ملاتړ کوي.

ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازی عصمت الله شينواری وايي، چې د ننگرهار حالات خواشينوونکي دي، داعش ورځ تر بلې پرمختګ کوي، خلک وژني او حکومتي ځواکونه له خلکو سره هېڅ مرسته نه کوي.

عصمت الله شينواري وويل، چې د داعش او ننگرهار کې د وروستيو نا امنيو ستونزه بايد له چارواکو سره وڅېړل شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button