نثر

حاتم طايي / اجمل ښکلی

حاتم طايي په ۶۰۵ز کال مړ دى. دى د عربو د طى قبيلې سردار و، چې په سخاوت کې يې نوم لاره. پخپله شاعر هم و او شاعرۍ يې هم د سخاوت په تشهير کې اغېزناک نقش لوبولى و.
د حاتم طايي په اړه وايي، چې زړور، مټور، بېباکه، مهربان او سخي انسان و. د حاتم سخاوت ده ته ټول مثبت صفتونه منسوب کړي.
هغه وخت شته بېوزلي عامه وه. ان کله به بېوزلي دومره سخته شوه، چې له لوږې نه به خلکو په خېټو پوري کاڼي تړل. دې علت هم د حاتم طايي په تشهير کې لاس لاره. له بله پلوه خلکو شته الهي ورکړه بلله او شتمن بختور ګڼل کېده.
د حاتم طايي په اړه د شرقي کلچر مثبت نظر او حاتم طايي ته د ټولو ښو صفتونو د نسبت تر شا راته اقتصادي او مذهبي عوامل ښکاري. له دې نه اندازه لګولى شو، چې د فرد په تشهير کې اقتصاد او مذهب مهم نقش لري او بارز ټولنيز ذهنيت تل واقعيتونه پالش کوي يا ګردجنوي. تاريخ په دې هڅه کې وي، چې کيسې او پېښې له واقعيتونو لرې لاړې نه شي، چې افسانې ترې جوړې نه شي.
حاتم طايي په يوه روايت عيسوى او په بل روايت مضر(د حضرت ابراهيم په مذهب) و، ځکه چې د رجب په مياشت کې يې څوک نه وژل؛ خو په اسلامي نړۍ کې د ده او د حکيم لقمان غوندې خلک په ممبرونو په درنښت يادېږي او دا د دې دليل دى، چې مذهبونه دومره تنګنظري نه دي، چې تر ځان پخوانى کلچر له څېلمې مردود وګڼي، بلکې د خپلو تبليغاتو لپاره په پخوانيو کيسو کې بېلګي لټوي.
تاريخ وايي، چې د حاتم طايي په نامه رښتيا هم يو کس په عربو کې تېر شوى دى؛ خو شرقي ادب حاتم طايي د مبالغو په شلو پردو کې نغاړلى. حاتم طايي شاعرۍ له واقعيت نه په استعاره او د سخاوت په سمبول واړاوه.
په پخواني ادب کې چې د حاتم طايي ياد څومره ډېر و، په معاصر ادب کې يې هغومره په ندرت وينو. د پخوانيو مخه ډېره ماضي ته وه او له پخواني کلچر سره په کلک زنځير تړلي وو. بل دا چې پخوا اقتصادي منابع کمې وې او بېوزلي عامه وه، نو پخوانيو ته شته او سخاوت ډېر مهم وو. په دې ترتيب شاعرانو دا خپل مسووليت ګاڼه، چې شتمن له غريبو سره مرستې او سخاوت ته وهڅوي او د دې کار لپاره د حاتم طايي شخصيت موثر مثال و. رحمان بابا د مېړني په تعريف کې سخاوت ډېر ياد کړى او له دې معلومېږي، چې پخوا په ښو خويونو کې سخاوت مهم خوى و:
هسې فيض يې وهر چا وته رسېږي
چې باله شي د خپل وخت حاتم طى
خو له بلې خوا نه يې بېوزلي استغنا ته هم هڅول. حميد بابا وايي:
د حاتم د داد نغمه ورباندې ناورم
چې درانه کړه غوږ د صبر په ګوهر ما
يعنې د حاتم تر سخاوته زما د صبر ګوهر ارزښتمن او قيمته دى.
خو سخاوت زبادولو ستونزه زېږوله. په پخواني کلچر کې احسان نېک کار دى، خو پر چا د خپلو ښو زباد بد کار دى. خوشال وايي:
که حاتم غوندې کرم کړې د مهرانو
د يوې دمړۍ په چا مه ږده منت
د حاتم طايي غوندې د ډېرو نورو استعارو له منځه تګ ښيي، چې د استعارو په مرګ کې ټولنيز تمايل او اقتصادي حالت لاس لري؛ نو د حاتم طايي د استعارې پر بشپړه مانا هله پوهېداى شو، چې پخوانى کلچر او تاريخ ژور مطالعه کړو.
وايي، د وخت درې مشهور شاعران عبيد بن الابرص، النابغه الذبياني و بشر بن ابي حازم د حاتم طايي مېلمانه وو. حاتم ورته درې اوښان حلال کړل. عبيد وويل: “موږ ويل، چې ته به راته يواځې لوى اوښ حلال کړې. زموږ خو يو اوښ هم بس و، ولې درې اوښان؟”
حاتم ورته وويل، هو، تاسو په يوه اوښ هم مړېدئ؛ خو چې ما ستاسو د څېرو رنګارنګۍ وليدې، پوه شوم، چې د بېلابېلو قبيلو خلک يئ؛ نو ما ويل، چې له دې ځايه لاړ شئ، چې بيا هر يو خپلو خپلو قبيلو ته دا کيسه وکړئ.
درېواړو شاعرانو د حاتم طايي په ستاينه کې بوللې وويلې. حاتم وويل، چې اوس خو ستاسې پر ما احسان باندې شو؛ نو زه خپل ټول اوښان پر تاسو وېشم. په دې طريقه هر شاعر ته ۳۹ اوښان ورسېدل. پلار يې چې له دې پېښې نه خبر شو، چې له ټولو اوښانو نه يې ځان بېغمه کړى، ورته غوسه شو او دى، منشي او اس يې پر ځاى پرېښودل او کور يې ترې يووړه.
اوس چې خلک د شتو په ارزښت پوه شوي،دا ورته لېونتوب ښکاري. د سپما اوسنى کلچر داسې کېسو ته غوږ نه ږدي او د اقتصادي بربادۍ مثال يې ګڼي، چې يو څوک د خپل ژوند ژواک ټول وسايل هېڅ بې هېڅه چا ته ورکړي او پخپله د خير په غونډۍ کېني.
موږ په داسې بېلګو کې يواځې تاريخي خوند څکو، د عملي استفادې جوګه يې نه ګڼو.
اوښان عربانو ته ډېر مهم وو او ګرانبيه هم وو. زموږ په نکلونو کې اسونه مهم دي. دا سمه ده، چې اوښان او اسونه په پخوانيو کيسو کې دوه څه نا څه بېلې مانا او موارد لري؛ خو دومره ده، چې د عربانو د شګلنو صحراوو د سفر او بار لپاره اوښان تر اسونو غوره وو. که د سفر او بار خبره وي، اسونه د اوښانو ځاى نيولى شي. د کيسو توکي راته د يوه کلچر او يوه مهال تمايلات ښيي او د تاريخ لپاره پکې ډېر مواد موندلى شو.
په پاسنۍ بېلګه کې د حاتم طايي د شخصيت يو منفي اړخ وينو او هغه د نوموړي ځانښودانه ده. دى له شاعرانو توقع لري، چې خپلو قبيلو ته ورسي، زما صفت دې ورته وکړي. موږ په خپل کلچر کې د حاتم طايي غوندې د مثبت کرکټر منفي اړخونو ته په اسانه نه ځير کېږو، ځکه کلچر چورلټ د داسې کرکټرونو پر خوا ولاړ وي او له دې پرته که کيسو کې راغلى وي؛ نو د کيسو پلاټ يې پر مثبتو اړخونو دومره رڼا واچوي، چې منفي اړخونه يې په تياره کې پاتې شي. دا د پخوانو کيسو مشهور روش دى، چې د کرکټرونو د تشخص لپاره يې ترسروي.
د حاتم طايي په مثال کې د شاعرانو د نقش اهميت ته هم متوجه کېږو او دا راته وايي، چې پخوا خلکو له شاعرانو دا هيله کوله، چې د ټولنې په اخلاقي سمون کې له واعظ سره اوږه په اوږه برخه واخلي.
د خپل پخواني فرهنګ او ادب مطالعه راسره د اوسني فرهنګ او ادب په پېژندلو او پرمختيا کې مرسته کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button