سلايډسيمه او نړۍ

جوکاکس د ليډز روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ

د بريتانيا د پارلمان غړې جوکاکس چې د کارګر ګوند غړيتوب يې هم درلود ،د انګلستان شمال برسټال سيمه کې د چاقو او ډزو بريد کې له ټپې کيدو وروسته په ليډز روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
عيني شاهدان وايي په کاکس بريد هغه وخت وشوه ،چې نوموړې په يو کتابتون کې غونډه درلوده،کله چې له غونډې راوځي په نوموړې باندې بريد کېږي له کاکس سره يو تن هم ټپي شوى.
ويل كېږي چې کاکس د هلکوپټر په واسطه روغتون ته لېږدول شوې ده.پوليس وايي د دغې پيښې په تړاو يې يو تن نيولى چې دوه پنځوس کاله عمر لري،له نوموړي نه پوښتنې روانې دي. د بريتانيا يو شمېر ګوندونو او سياسي څېرو د پارلمان په دغې غړې بريد غندلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button