افغانستانسلايډ

جنرال نېکلسن: تېر جولای کې نهه سوه افغان سرتېري وژل شوي

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن څرګنده کړې ده، چې د تېرې جولای مياشتې په اوږدو کې طالبانو سره جګړه کې نهه سوه افغان امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

جنرال نېکولسن زياته کړې ده، چې طالبانو د افغانستان په څلور دېرشو ولايتونو کې له نيمې نه په ډېره برخه کې پرمختګ کړی او بريدونه يې ډېر شوي دي.

افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان دغه خبرې کابل کې د بهرنيو هېوادونو د سفيرانو او افغان لوړپوړو چارواکو غونډې ته وکړې، هغه وويل: «جولای مياشت کې له نهو سوو ډېر افغان پوليس او پوځيان وژل شوي دي، موږ بايد د دوی قرباني هېره نه کړو». هغه مخکې ويلي وو، چې د روان کال لومړيو شپږو مياشتو کې نږدې شل زرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه امريکايي جنرال افغان پوځ له فساده ډک وباله او پر حکومت يې غږ وکړ چې فساد کې ښکېل افسران ګوښه کړای شي.

د امريکايي چارواکو له وينا سره سم وسله والو طالبانو روان کال کې د افغانستان پنځه سلنه ځمکه نوره هم له حکومته نيولې ده، چې دې سره يې تر واک لاندې خاوره پنځه دېرش سلنه شوه. دمګړۍ د هېواد په يوازې يوه ولايت کې جګړه نه شته.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button