افغانستان

جنرال نېکلسن: د بريا له پاره بايد افغانستان کې پاتې شو

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن څرګنده کړې ده، چې د روانې جګړې د ګټلو لپاره بايد لا هم افغانستان کې پاتې شو، هغه ويلي دي، چې دی د دې کار لپاره يوازې دولسو زرو سرتېرو ته اړتيا لري.

د «المان غږ» له راپور سره سم جنرال نېکلسن د امريکا له نوي ولسمشره دا غوښتنه کړې ده، هغه ويلي دي، چې زه يوازې سياست کې يو پوځي سلاکار يم، خو په ټينګار وايم، چې: «دا خبره د بريا له پاره ډېره اړينه ده، چې اوسنۍ ستراتيژۍ ته دوام ورکړو». سرچينې څرګنده کړې ده، چې جنرال نېکلسن دا خبرې برلين کې کړې دي. خو دا معلومه نه ده، چې نوی ولسمشر به د هغه غوښتنو ته څه ځواب ووايي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امريکا نوي ولسمشر لا د افغانستان په اړه تازه څه نه دي ويلي، هغه د ټاکنيز کمپاين پر مهال پر امريکايي حکومت نيوکې کړې وې، چې ولې د نړۍ په هېوادونو کې پر جګړو د امريکا پيسې مصرفوي. بل پلو کابل کې د امريکا سفير د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته وويل، چې د افغانستان په اړه به د امريکا پاليسي بدله نه شي.

افغانستان کې دا مهال شاوخوا ديارلس زره بهرني ځواکونه مېشت دي، چې نږدې لس زره يې امريکايان دي، بارک اوباما ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۱۷ تر پايه به دغه شمېره ۸۴۰۰ ته راکمه کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button