افغانستان

جنرال رازق او نياز محمد کاکوزی له دوه جلا چاودنو روغ وتلي

په سويل کې د افغان هوايي ځواک قوماندان عبد الرازق شېرزی او د کندهار د ولايتي شورا غړی نياز محمد کاکوزی له دوه جلا چاودنو روغ وتلي دي.

د کندهار چارواکي د دواړو چاودنو پخلی کوي او زياتوي، چې چاودنې نن سهار د کندهار ښار په منډ حصار او هوايي ډګر ته څېرمه سيمه کې رامنځته شوې.

د کندهار امنيه قوماندانۍ وايي، يوه چاودنه پر جنرال رازق او بله د ولايتي شورا پر غړي نياز محمد کاکوزي شوې ده، چې دواړه په کې بچ دي او بل چا ته يې هم زيان نه دی پېښ کړی.

په سويل کې د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال رازق په خپله د پېښې په اړه ويلي دي، چې پر موټر يې نن سهار ۱۰ نيمې بجې ماين وچاود، خو ده ته کوم زيان نه دی اوښتی.

هغه په چاودنه کې د يوه زري موټر د ويجاړېدو پخلی کړی دی.

د امنيه قوماندانۍ د مالوماتو له مخې دوهم چاودنه هوايي ډګر ته څېرمه د کندهار د ولايتي شورا پر غړي نياز محمد کاکوزي باندې شوې ده، چې چا ته په کې زيان نه دی اوښتی.

د چاودنو پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button