افغانستان

جنرال دوستم: تر پايه به د ولسمشر ملاتړ کوم

د ولسمشر مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم په خپلو تازه څرگندونو کې تر پايه له ولسمشره د ملاتړ ويلي دي. نوموړي پخوا ويلي و، له ولسمشره له دې امله خفه دی، چې غوښتنې يې نه مني او ورسره کړې ژمنې يې نه دي عملي کړي.

د جنرال دوستم له مطبوعاتي دفتره خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، «ولسمشر غني تېر ماښام هغې مېلمستيا ته ورغلی، چې د جنرال دوستم له لوري په خپل کور کې تياره شوې وه».

خبرپاڼې زياته کړې ده: «جنرال دوستم ولسمشر سره تر پايه د پاتې کېدو ښکارندوينه کړې او زياته کړې يې ده، چې د نظام د پرمختگ لپاره به هر ډول کوښښ کوي».

خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د جنرال دوستم او د هغه د پلويانو له هڅو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د ټاکنو پر مهال کړې ژمنې به ډېرې ژر ترسره کړي. د ولسمشر په وينا هيڅ افغان پر بل افغان غوره نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د جنرال دوستم په اړه اوازه وه، چې حکومت پرېږدي، وروسته هغه د خپل گوند «جنبش ملي اسلامی افغانستان» د يوې غونډې په ترڅ کې دا اوازې رد کړې او پر خپلو پلويانو يې غږ وکړ، چې په راتلونکو پارلماني او د ولسواليو شوراگانو ټاکنو کې پوره ونډه واخلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button