افغانستانسلايډ

جنرال امرخېل: امنيتي ځواکونه پردۍ جگړه کې قرباني ورکوي

وروسته له هغه چې افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپل جگړه‌ييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړ، د جگړې بار يوازې د افغان ځواکونو پر اوږه شو. د پوځي چارو ځينو شنونکو روانې جگړې ته په کتو ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه پردۍ جگړه کې قرباني ورکوي او بهرني ځواکونه يوازې له خپلو خوندي مرکزونو ځانگړي اهداف په نښه کوي او بس.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو مخالفينو سره جگړو کې د امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده. تېر کال دغو جگړو کې له پنځو زرو ډېر امنيتي سرتېري وژل شوي وو او نږدې پنځلس زره نور ټپيان وو، سږ کال په دې مرگ ژوبله کې شل سلنه ډېروالی راغلی.

سره له دې چې امريکايي چارواکي د جگړو پر مهال د بهرنيو ځواکونو له لوري د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ ادعا کوي، خو د افغانستان پوځي شنونکي په دې نظر دي، چې افغان ځواکونه په دې «پردۍ جگړه» کې يوازې پرېښودل شوي دي او بهرنيان په خپلو اډو کې خوندي دي.
د پوځي چارو شنونکی او د ملي اردو پخوانی جنرال عتيق الله امرخېل وايي: «د کابل او واشنگټن تر منځ د امنيتي تړون له لاسليک وروسته بهرني ځواکونه خپلو اډو کې خوندي دي او افغان امنيتي ځواکونه د پردۍ جگړې لپاره قرباني ورکوي».

بل لور ته راپورونه څرگندوي، چې وسله وال طالبان د پخوا په پرتله د امنيتي ځواکونو په وړاندې ډېر پياوړي شوي او ځينو ولايتونو کې د پراخو سيمو په نيولو هم توانېدلي دي. کارپوهان دې ته په کتو سږ کال امنيتي ځواکونو ته تر ټولو خونړی او له ننگونو ډک بولي.

د جون په وروستيو ورځو کې امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال هم خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې «امريکايي ځواکونه له افغان سرتېرو د دانې په توگه کار اخلي او په داسې کولو معلوموي چې ورسره مخ مشکوک کسان دښمن دی که نه».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button