افغانستانراپورونه

جمال الدین حکمتیار: حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار په شخصي ملکیت بدل شوی

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار یو زوی په خپل پلار سختې نیوکې کړي.
جمال الدین حکمتیار په رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، حزب اسلامي د شهیدانو، مهاجرینو او مجاهدینو تنظیم دی. د ټولو ګډ کور دی او ټول په کې حقوق لري.
هغه وایي، ټولو سره باید انصاف روان وي او دا تنظیم باید ملایکو په څېر د پاکو مخلصینو په لاس کې وي. د تنظیم ټول واړه او لوی باید د قانون او اصولو تابع وي.
خو د جمال الدین په وینا، واقعیت دادی چې دا تنظیم د ګلبدین حکمتیار شخصي ملکیت ګرځېدلی. د تنظیم د امکاناتو مصرف صلاحیت، ملکیت او ساتنه یې یوازې د ګلبدین په لاس کې ده او هېڅوک د پوښتنې صلاحیت او حق نه لري.
جمال الدین زیاتوي، د جنګ او سولې، د ایتلاف او اختلاف پالیسیانې، د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیداتورۍ پرېکړه او د اعلامیو ضد او نقیض نشرات هر څه د ګلبدین په لاس کې دي.
“اجراییه او مرکزي شوراګانې تش په نامه دي. د ګلبدین حکمتیار په خوښې پورې اړه لري چې له چا بوتل او له چا اتل جوړوي، څوک په کې نازویي او څوک په کې رټي او شړي یې.”
جمال الدین وایي، تنظیم کې د یو ځای د شهیدې کورنۍ د درملنې لګښت نه دی ورکول شوی، خو بل ځای میلیونه ډالر تلف او اختلاس شوي دي.
هغه زیاتوي، د تنظیم اصولو او ارمانونو ته ژمن یم، ګلبدین ته د پلار په حېث احترام لرم، خو د حزب اسلامي د رهبر او امیر په توګه یې نه منم او نه مې سیاسي رهبر دی.

Tags

Related Articles

Back to top button