افغانستانسلايډ

جلرېز کې درنې نښتې روانې دي

د ميدان وردگ جلرېز ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دي. امنيتي چاواکي وايي، دغه نښتې هغه مهال پيل شوې، چې لسگونو وسله والو طالبانو سهار درې نيمې بجې د جلرېز پر څو پوستو هممهاله بريدونه پيل کړل.

د ميدان وردگ والي عبد الرحمن منگل امريکا غږ سره خبرو کې د دغو نښتو پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې د وسله والو مخالفينو شمېر معلوم نه دی، خو بريد د دوی له لوري شوی دی.

ښاغلي منگل زياته کړې ده، چې مرستندويه ځواکونه سيمې ته استول شوي دي، خو نه د والي مرستيال او نه هم نور چارواکي د نښتو د تلفاتو شمېر رسنيو ته څرگندوي.

د دې ولايت د ولايتي شورا يو غړی حاجي احمد جعفري څرگندوي، چې په ځانگړي ډول د اسماعيل خېلو د بازار دوه پوستې د وسله والو تر سختو بريدونو لاندې دي. نوموړی وایي، سهار مهال هوايي ځواک هم نښتو کې گډون وکړ، خو داسې سيمې يې بمبار کړې، چې د جگړې په مهارولو کې يې هيڅ اغېز نه درلود.

جلرېز د ميدان وردگ يوه له هغو ولسواليو ده، چې وسله وال مخالفین په کې پراخ حضور لري او وخت ناوخت پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي. د ننيو جگړو په اړه لا طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button