افغانستانسلايډ

جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلگرۍ ځانمرگی بريد وشو

د ننگرهار مرکز جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلگرۍ له ځانمرگي وروسته ډله ييز بريد روان دی. د ننگرهار امنيتي چارواکي وايي، چې بريدگر دولتي مېلمستون ته ننوتي او اوس هم جگړه روانه ده.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی د پېښې پخلی کوي، مگر د پېښې شوې مرگ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

د خوږياڼي په وينا د ځانمرگي بريد موخه د پاکستان قونسلگرۍ امنيتي ساتونکي ځواکونه وو.

د جلال اباد دولتي روغتون ډاکټران وايي، چې تر اوسه يې يو مړی او درې ټپيان روغتون ته وروړي دي.

د سيمې خلک وايي، چې اوس هم جگړه د پاکستان قونسلگرۍ تر څنگ پوهان رښتين ښوونځي او عالي دارالمعلمين کې روانه ده.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button