افغانستان

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه وشوه

د ننگرهار مرکز جلال اباد کې د پاکستان قونسلگرۍ ته څېرمه چاودنه وشوه.
د ننګرهار امنيتي چارواکو د چاودنې پخلی کړی او زياتوي، چې چاودنه د پاکستان قونسلگرۍ ته څېرمه ارزاقو کوڅه کې شوې ده.

د چارواکو په وينا چاودنې د قونسلگرۍ مېلمستون او نورو ودانيو ته زيان اړولی، مگر ځاني زيان نه لري.

سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او هېڅوک د پېښې ځای ته ورپرېږدي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

وړمه ورځ مزارشريف کې د هند پر قونسلگرۍ هم ډله ييز بريد وشو، چې نږدې ۲۴ ساعته يې دوام وکړ.

د بلخ چارواکي وايي، چې دغه بريد کې شپږو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د پېښو څارونکو په اند، چې هر کله، هند و پاکستان د سولې په تړاو سره نږدې شي، دغه ډول بريدونه رامنځته کيږي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو باور له منځه ځي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button