نثر

جعلي او مکاره سوداګري ( کیسه )

ژباړه : عبدالحمید ظفر
یوې کلیوالې سیمې ته یو سړی راغی او ځان یې د شادیانو سوداګر معرفي کړ. څه موده وروسته یې په کلي کې اعلان وکړ چې یو شادي په ۷۰ ډالره اخلم که هر چا څومره شادیان راوړل نو د هر یوه په مقابل کې به ۷۰ ډالره ورکړم. کلیوالو چې دغه خبره واوریده نو سم دلاسه یې د شادیانو د نیولو پخاطر د کلي نژدې ځنګل ته مخه کړه او په لس ګونو شادیان یې ونیول او نوموړي سوداګر ته یې راوړل، سوداګر هم د هر شادي په مقابل کې ۷۰ ډالره ورکړل، ورځ په ورځ په ځنګل کې د شادیانو شمیر په کمېدو شو، همغه و چې کلیوال د شادیانو له نیولوستړي شول او نه یې غوښتل چې شادیان ونیسي، پدې وخت کې نوموړي سوداګر بیا اعلان وکړ چې د یو شادي قیمت ۱۰۰ ډالره شو، کلیوالو ددغه خبر په اوریدو یوځل بیا د شایدانو نیولو ته ملا وتړله او دغه لړۍ همداسې روانه وه، چې بلاخره په یاد ځنګل کې د شادیانو تعداد بیخې کم شو، چې په قوت او لایموت پیدا کیدل، کلیوال چې د شادیانو له نیولو بیخې پوزې ته راغلي ول، نه یې غوښتل چې شادیان ونیسي همغه و چې بېرته یې خپلو کروندو ته مخه کړه.
سوداګر چې ولیدل کلیوال د شادیانو له نیولو ستړي شوي، بیا یې اعلان وکړ چې د یو شادي قیمت ۲۰۰ ډالر شو، سوداګر دغه اعلان پداسې وخت کې وکړ چې په ځنګل کې د شادیانو شمیر دومره کم شوی وه، چې په ډیره سختۍ به که کوم یو پیدا شو، مګر بیا هم کلیوالو نه غوښتل چې شادیان ونیسي، سوداګر پوه شو چې کلیوالو یې په خبره چندانې سر ونه ګراوه نو بیا یې کلیوال راټول کړل او ورته یې وویل چې د یو شادي قیمت ۵۰۰ ډالره شو، سوداګر ددغه اعلان له کولو وروسته د ښار په طرف حرکت وکړ او کاروبار یې خپل یو شاګرد ته پریښود، کله چې سوداګر لاړه نو شاګرد یې کلیوالو ته وویل ترڅو چې زما مالک راځي نو دغه ټول شادیان چې په پنجره کې دي دانه په ۴۰۰ ډالره درباندې پلورم او کله مې چې مالک راغئ، نو بیرته پرې شادي دانه په ۵۰۰ ډالره وپلورئ.
کلیوالو چې داخبره واوریده نو سم دلاسه یې په خپلو ټولو پیسو او زیوراتو د سوداګر له شاګرده ټول شادیان دانه په 400 ډالره وپېرل او دیته انتظار ول چې څه وخت به سوداګر بیرته کلي ته راګرځي ترڅو پرې شادیان دانه په ۵۰۰ ډالره وپلوري. بله ورځ سهار وختي د سوداګر شاګرد له کلي وتښتید همغه و چې نه بیا چا سوداګر ولېد او نه یې هم شاګرد، بلاخره کلیوال تش جیبونه له یو خروار شادیانو سره پاتې شول او ټوله هستي او نیستي ورڅخه سوداګر او د هغه شاګرد یوړه.

ورته مطالب

Back to top button