خبرونهسلايډ

جرمني: میونیخ کې د ډزو له امله گڼ کسان مړه او ټپیان شوي

گڼو رسنیو راپور ورکړی چې د جرمني د میونیخ ښار په یوه سوداگریزه سیمه کې څو ناڅرگندو وسلوالو پر عام خلکو ډزې کړي دي. په لومړیو کې د میونیخ پولیسو خبر ورکړی وو چې د ډزو له امله شپږ تنه مړه دي خو وروستي راپورونه بیا ښکاره کوي چې تر دې دمه شاوخوا نهه کسان مړه او گڼ نور ټپیان شوي دي.

ځینو د ډزې کوونکو په اړه ویلي چې دوی د «الله اکبر» نارې کولې او ځینو نورو بیا ویلي چې وسلوالو د ډزو پر وخت کډوالو ته ښکنځلې کولې خو تر دې دمه د دوی په اړه کوم کره مالومات نه دي خپاره شوي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انگیلا میرکل ویلي چې د پېښې په اړه کره مالومات نه لري خو دا پېښه یې یوه ترهگریزه هڅه بللې ده. مېرمن مېرکل همداراز زیاته کړې چې سبا به د پېښې په اړه کابینه بېړنۍ ناسته کوي.

میونیخ د جرمني له لویو ښارونو څخه شمېرل کېږي چې ډېری کډوال په کې اوسمهال پاتې کېږي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button