راپورونه

جرمني د ګرین ویلج له برید وروسته خپل افسران له افغانستانه ویستي

جرمني شپیګل رسنۍ د چارواکو له قوله لیکلي چې په ګرین ویلج له برید وروسته جرمني خپل مشاور افسران له افغانستان څخه ایستي دي.
تېره اوونۍ د کابل ښار په ګرین ویلج باندې د طالبانو برید کې شپاړس کسان، چې بهرنیان هم په کې شامل وو، ووژل شول.
دغو جرمني مشاورینو افغان پولیسو ته روزنه ورکوله.
د دوی د ایستلو لامل ګرین ویلج ته د سخت زیان اړول ښودل شوي دي.
رپوټ وایي چې د برید پر مهال جرمني مشاورینو په یو خوندي ځای کې پناه اخیستې وه او کوم زیان نه دی ور رسېدلی.

Tags

Related Articles

Back to top button