افغانستان

جرمني افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لیږي

جرمني په پام کې لري چې پناه غوښتونکي افغانان بېرته افغانستان ته ولیږی.

د جرمني صدراعظمې انجیلامیرکل له ولسمشر اشرف غني سره د جرمني په پلازمېنه برلین کې خبري کنفرانس ته وویل هغه افغانان چې جرمني ته د اقتصادي شرایطو د ښه کولو په خاطر راځي، به بېرته افغانستان ته ولېږل شي. میرکل ورغلو پناه غوښتونکو افغانانو ته مشوره ورکړه چې دوی دې اروپا ته د کډوالۍ پر ځای په افغانستان کې له نا ارامو سیمو څخه ارامو سیمو ته انتقال شي.

آغلې میرکل زیاته کړله چې جرمني د هغو افغانانو په اړه چې د جرمني پوځیانو سره د مرستې له کبله ورته جدي خطر متوجه دی، خپله انساني وجیبه پېژني.

میرکل وویل هغه افغانان چې جرمني ته د ښه ژوند په خطر راځي، دوی به ورته پناه ور نه کړي او بېرته به یې خپلو کورونو ته ولیږي. «زه پوهیږم ښه ژوند د ډیرو خلکو ستره هیله ده».

ولسمشر غني هم د انجیلا میرکل له خبرو سره موافقه وښودله او ويې ویل چې دوی باید د کډوالۍ د بنسټیز لاملونو –بې ثباتي او فقر- ریښې له منځه یوسي.

هغه وویل کوم افغانان چې اروپا ته تښتي هر یو یې له ۲۰ تر ۲۵ زرو امریکايي ډالرو پورې مصرف کوي. غني اروپا ته په تلونکو افغانانو غږ وکړ چې باید په دې پوه شي چې د اروپا کوڅې په سره زور نه دې پوښل شوي.

په منځني ختیځ کې د جګړو له کبله سلګونه زره کسان اروپا ته کډوال شول چې تر ټولو زیات یې جرمني ته ورغلي.

د روان کال جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۲۱زره افغانانان یواځې جرمني ته تللي دي. تېر کال د دغو شمېر ۸زره و. سږ کال تر ۱۴۰ زرو زیات افغانان اروپا ته رسیدلي. په دې ترتیب له سوریایانو وروسته افغانان د کډوالو دوهمه لویه برخه جوړوي.

تر دې وړاندې د جرمني کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې افغانان باید په خپلو کورونو کې پاتې شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button