سلايډسيمه او نړۍ

جده کې امريکايي سفارت ته څېرمه ځانمرگی بريد شوی

د سعودي عربستان د رسنيو له راپور سره سم يوه مشکوک ځانمرگي بريدگر جده کې د امريکايي سفارت ودانۍ ته څېرمه خپل چاودېدونکي توکي چاودولي دي. پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس څرگنده کړې ده، چې بريدگر يوه واړه موټر کې سپور و او داسې يې ښوده، چې د امريکايي سفارت خوا کې يوه جومات ته روان دی، چې وروسته يې بريد وکړ.

د سفارت ډېری عمله نورو خوندي ځايونه لېږدول شوې ده. بريد په داسې ورځ شوی، چې امريکا نن خپله د ازادۍ ورځ لمانځي.

د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button