خبرونهسلايډ

جان کیري: امریکا د ترکیې په کودتا کې لاس نه لري

جان کیري له خپل ترکی سیال مولود جاویش اوغلو سره په تلیفوني اړیکه کې ویلي چې امریکا د ترکیې په کودتا کې لاس نه لري او دېته ورته تورونه به د دواړو هېوادو تر منځ اړیکې خرابې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي له رسنیو سره ویلي چې امریکا تیاره ده چې له ترکیې سره د کودتا د پلټنو په اړه مرسته وکړي. کیربي همداراز زیاته کړې چې تورنه نشي کولی کوم لوري ته گټه ورسوي.

ترکیې کې د امریکا سفارت د کودتا له پیل سره سم یو خبر خپور کړی وو چې له مخې یې په ترکیه کې مېشت امریکايي اتباعو څخه یې غوښتنه کړې وه چې ځانونه خوندي ځایونو کې وساتي او له خپلو کورنیو سره د تلیفون او یا ایمیل له لارې اړیکې ونیسي.

ترکي چارواکو امریکايي مېشت صوفي «فتح الله گولن» پر کودتا تورن کړی او له امریکايي چارواکو څخه یې غوښتي چې گولن ترکیې ته وسپاري.

جان کیري د ترکي چارواکو د دې غوښتنې په اړه وویل: «ترکي حکومت باید موږ ته په کودتا کې د گولن په لاس لرلو باندې کره شواهد راکړي چې له مخې موږ وکولی شو چې ترکي حکومت سره مرسته وکړو».

ترکی ولسمشر هم له امریکایانو څخه غوښتي چې فتح الله گولن دې ژر ترکيې ته وسپاري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button