پاموړ

تېروتنې

اجمل ښکلی
کابل پوسټ ورځپاڼه 

د ټولنيز رغښت يوه مشخصه دا ده، چې فرد د خپلو فردي غوښتنو ترڅنګ بايد څو اجتماعي دندې هم ترسره کړي. فرد په يو وخت پلار، ورور، مور، خور، مېرمن، مېړه، لور، زوی، نږور، زوم، خسر، خواښې، سياسي يا قومي مشر، رييس، مدير، مامور او… هم وي.

بريالی کس هغه دی، چې دا څو ورپه غاړه دندې ښې ترا ترسره کړي او د ټولو ترمنځ همغږي پيدا کړي. دا اړيکې هله زيانمنې شي، چې زموږ فردي غوښتنې پکې ورشاملې شي.

په دي توګه موږ هڅه کوو، چې د بل په وجود کې د خپلو خواهشاتو تکميل ووينو او داسې خپلې غوښتنې پر هغه تحميلوو يا يې له هغه نه د پوره کولو تمه کوو؛ خو دې ته مو فکر نه وي، چې د هغه خپل ارمانونه او خپل ژوند به څنګه شي.

پر بل کس باندې د خپلو فردي غوښتنو تحميل هله شديد شي، چې موږ پکې تاريخ او ارزښتونه هم شامل کړو او پر فرد د وتو هره لار بنده کړو.

پلار له زويه او استاد له خپل زده کوونکي تمه کوي، چې د پلار او استاد په توګه يې هره غوښتنه ومني، ځکه دا زموږ ټولنيز جبر دی؛ خو دې ته مو فکر نه وي، چې له هغه نه دا زما غوښتنه څومره معقوله ده. که د يوه فرد غوښتنه تا ته تاوان نه دررسوي يا يې له تا سره اړيکه نه زيانمنوي، مطلب دا د هغه فردي حق دی او مداخله پکې معقول کار نه دی.

موږ په ټولنيزو اړيکو کې تر معقوليته احساساتي ډېر يو، ځکه نو هره مساله د خپلې انا مساله ګڼو او د بل فردي ازادي سلبوو. په ټولګي کې د استاد ننګونه استاد ته ګستاخي ښکاري. خپل کلچر راته استاد په ډېر لوی مسند کېنولی؛ خو شاګرد يې مريی کړی، ځکه نو استاد د بادارۍ مستبد ذهنيت اخيستی او شاګرد د مرييتوب ژغ پر وليو کړی.

زموږ کشر که تر موږ هر څومره هوښيار وي؛ خو موږ يې د ژوند په اړه پرېکړه خپل حق ګڼو او داسې فکر کوو، چې که خپلې مخې ته يې پرېږدو، ځان به برباد کړي. د ماشوم په اړه وايي، چې که چا مخې ته پرېښود، دنيا به لولپه کړي؛ خو موږ هر کشر ماشوم ګڼو. د هغه هره غوښتنه راته ماشومانه ښکاري.

په تصوف کې ګناه خدای ته د رسېدو پوړۍ ګڼل کېږي. ژوند له غلطيو نه زده کېږي. که موږ خپل کشران په دې خپلې مخې ته نه پرېږدو، چې غلطي به وکړي او ژوند به يې له ګواښ سره مخ شي؛ نو د ژوند له حقيقته سترګې پټوو.

که کشر غلطي ونه کړي، ژوند به څنګه زده کوي؟ د مشرانو په درانه سيوري کې لوی شوي کشران د دې سيوري په تلو ژوند ته حيران وي، چې اوس څه وکړو، ځکه چې مخې ته يې نه وي پرېښي. همدا علت دی، چې د يو مشر په تګ ټوله کورنۍ بدبخته شي.

د کشرانو روزنه داسې په کار ده، چې ته نه يې؛ خو ستا سيوری او ستا په سيوري کې لوی شوی ضمير ورسره وي. همدا ضمير د ده د مهارولو لپاره بس دی، د مشر حکمونه ورته درانه پرېوځي. پرېږده، چې غلطۍ وکړي او ژوند زده کړي او په خپله طريقه ژوند وکړي، خپل ژوند په خپله جوړ کړي.

که په ژوند کې يې ونډه فعاله وي، له ژونده خوند اخيستی شي او داسې کس له ژونده خوشحاله وي. بودا په خپله شهزادګۍ کې تنګ و؛ خو په ملنګۍ کې خوشحاله شو، ځکه چې ملنګي يې په خپلو مټو ګټلې وه.

داسې يو کس چې ژوند يې د بل د خوارۍ پايله وي، په ژوند او ټولنه کې پر خپل نقش شمکن وي، چې ما ژوند ته څه ورکړل، ځکه نو داسې خلک له ژونده بېزاره وي او د دې بېزارۍ د څرګندولو لپاره نامعقولې لارې ګوري. له ژونده د تېښتې لپاره ښايي نشو ته مخه کړي يا د ځانوژنې هڅه وکړي.

دا هم ضرور نه ده، چې د کشر هر خواهش يا هر عمل دې نامعقول وي. که داسې وي، د کشرانو په اړه د مشرانو ډېرې پرېکړې تاريخ ناسمې ثابتې کړې؛ نو ولې پر خپلو پرېکړو فکر ونه کړو.

د کشر فردي غوښتنه موږ ته ځکه نامعقوله ښکاري، چې موږ ورسره پوهاوی نه لرو. د هغه خبرې ته غوږ نه ږدو او شديده هڅه کوو، چې خپله خبره پرې ومنو. که خبرې ورسره وکړو او خپلې تجربې ورته بيان کړو، ښايي د مسالې معقول حل راوباسو. يا هغه د خپلې خبرې پر معقوليت قانع کړو يا د هغه د خبرې پر معقوليت پوه شو او ورسره ويې منو.

خبرې اترې د تمدن عالي بڼه ده. د ډيالوګ دود که مو په کورنيو او ټولنه کې دود شي؛ خپل فرهنګ او خپل ژوند ته ډېره ګټه رسولی شو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button