خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

تېره میاشت سوریه کې ۱۵۵۰ ملکیان وژل شوي

په سوريه کې د بشري حقونو څارونکې ادارې په یوه خبري غونډه کې ويلي دي چې يوازې تېره میاشت سوریه کې ۱۵۵۰ ملکیان وژل شوي.
يادې اداري د حکومت پر مخالفو وسله والو او د بشار اسد پر پلویانو غږ وکړ چې بشري حقونه دې نه تر پښو لاندې کوي.
د بشري حقوقو څارونکې اداري څېړنه ښکاره کوي تېره میاشت يوازې د بشار اسد پلویانو ۷۶۹ کسان وژلي چې په کې ۲۵۳ ماشومان او ۱۹۷ ښځې دي، ۵۹ سلنه يې ماشومان او ښځې دي.
۲۳۹ ملکیان د روسي الوتکو په بمبار کې وژل شوي چې ۱۰۵ په کې ماشومان دي او ۶۶ ښځې.
په وژل شوو کسانو کې ۱۵۶ ملکیان د داعش وسله والو له لورې وژل شوي چې ۳۳ په کې ماشومان دي او ۱۴ ښځې.
د امریکا په مشرۍ جوړ شوي ایتلاف په بمباریو کې تېره میاشت ۱۸۹ ملکیان وژل شوي چې ۷۸ په کې ماشومان او ۳۹ ښځې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button