افغانستانسلايډ

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته

د افغانستان ختيځ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ تورخم کې نښته شوې، چې له امله يې مرگ ژوبله پېښه شوې ده.

د ننگرهار چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې نښته تېره شپه شاوخوا نهه نيمې بجې پيل شوه. هغوی د نښتې لامل د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغانستان خاوره کې د تاسيساتو کولو هڅه ښودلی دی. پاکستاني رسنيو تاييد کړې ده، چې ځواکونو يې هلته اغزن تار لگاوه، چې نښته رامنځته شوه.

تورخم د کې د جگړې مشري کوونکی د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال ايوب حسين خېل د دې خبر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، هيڅکله به پاکستان ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره کې تاسيسات او د تورخم دروازه جوړه کړي. نوموړی وايي، افغان ځواکونه توانېدلي، مقابل لوری په شا وتنبوي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې خپلو ځواکونو ته يې د خپلې خاورې د ساتنې امر کړی. خبرپاڼې ليکلي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر تورخم کې حالات څارلي او امنيتي ځواکونو ته يې د دښمن او د هغه د ملاتړو په وړاندې د پوره چمتو والي ويلي.

نښته کې دواړو لوريو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، سمونوال ايوب حسين خېل وايي، نښته کې يو سرحدي سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. پاکستاني لوري هم نښته کې د يوه سرتېري د ټپي کېدو ويلي.

د يادونې ده، چې پاکستاني ځواکونو له دې وړاندې د ډېورنډ پر تپل شوې کرښه تاسيسات کړي او لا هم دا لړۍ دوام لري، خو دا ځل د افغان ځواکونو له سخت غبرگون سره مخ شول.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button