شعر

تنده / اجمل ښکلى

له رنګونو طبعيت دی خالي شوی

خوشبو نه ده د خوشبو غوندې اوس پاتې
زما تنده په جل اوړي؛ خو څه وکړم
اوبه نه دي د اوبو غوندې اوس پاتې
ما ويل، چې د سهار شبنم به وڅښم
د ګلاب په پيمانه کې
خو خبر نه وم، په پرخه
د چا تنده نه ماتېږي
شبنمونه سرابونه
سرابونه شبنمونه
اوس په داسې وخت کې پوه شوم
چې مې تنده په جل اوړي
چې اوبو کې اوبه نشته
له الفاظو نه ماناوې دي توی شوې
غزلونه بې تصويره آيينې دي
او ولاړې اوس روانې زمانې دي
کاش ژوندون د حرکت تصور راکړي
او زما له ذهنه وڅنډي ګردونه
کاش چې تنده مې پښېمانه شي او رام شي
کاش چې ژوند مې د ګلاب د رنګ و بو له انحصاره
بيا راوځي او راويښ شي
کاش چې بيا بېرته راستون شم
د خپل ځان تر وران دياره

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button