خبرونهسيمه او نړۍ

تل‌ابیب کې د ډزو له امله دوه تنه مړه او گڼ شمېر زخمیان دي

نن مازدیگر د تل‌ابیب ښار په یوه شراب خونه کې نامعلومو وسله‌وال په ناستو کسانو ډزې وکړې چې له امله یې دوه تنه مړه او اووه تنه نور زخمیان شوي دي.

د اسراییلو د پولیسو ویاند مایکي روزنفیلډ رسنیو ته وویل چې تر دې دمه د پېښې لامل نه دی معلوم چې دا د اسراییل او فلسطین تر منځ د شته شخړو له کبله شوې او که کومه بله جنایي قضیه یې تر شا ده.

د سي سي ټلویزيوني چینل له لارې د خپرې شوې ویډیو له مخې یو تن د شرابخونې په مخکې په ناستو کسانو ډزې کوي او وروسته د شرابخونې مخې ته د وژل شوو کسانو دوینو نښي نښانې ښکاري.

د اسراییلو د بیړنۍ درملنې د څانگې مسوول میگن داود ادم په خپل ټوېټر پاڼه کې د پېښې د سیمې انځورونه خپاره کړي دي او د یوه تن د وژل کېدو خبر یې منلی دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button