روغتياسلايډ

تلويزيون ته ډېره ناسته روغتيا زيانمنوي

يوې نوې څېړنې څرگنده کړې ده، چې د ورځې له درې ساعتونو ډېر تلويزيون ليدل دفتر کې د ناستې په پرتله روغتيا ته ډېر تاوانی دی. څېړونکي وايي، شايد دا له دې امله وي، چې د تلويزيون د ليدو پر مهال انسان ځينې بد عادتونه کوي، لکه سگرټ څکول، خوراک کول او هيڅ فزيکي فعاليت نه درلودل.

په «لانسيټ» مجله کې خپرې شوې دغه څېړنه کې پر لس لکو کسانو تجربه شوې ده او په کې ويل شوي، چې تمرين کول د انسان عمر اوږدوي او د ژر زړښت مخه نيسي.

څېړنې څرگنده کړې، چې کوم کسان چې اوږده ناسته کوي او هيڅ بدني فعاليت نه لري، د گڼو ناروغيو د ورپېښېدو له امله تر ډېره د له وخته مخکې مرگ ښکار وي.

څېړنه ښيي چې د ورځې دېرش دقيقې او يا اوونۍ کې درې واره يو ساعت حرکت او تمرين لکه پلي تگ، يا چابک تلل هر چا ته گټه رسوي او د عمر منځنۍ اندازه يې ډېروي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button