خبرونهسلايډ

ترکیه: که امریکا گولن ونه سپاري نو اړیکي به مو خرابې شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «جاویش اوغلو» گواښ کړی چې که امریکایان ترکیې ته گولن ونه سپاري نو ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ به اړیکې خرابې شي. جاویش اوغلو چې له ترکی رسنۍ «خبر» سره مرکه لرله زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به امریکا ته د گولن د سپارلو لپاره سفر وکړي او هلته به له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

فتح الله گولن له ۱۹۹۹ راهیسې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې ژوند کوي او په ترکیې کې د «الخدمت» خوځښت مشر دی. الخدمت خوځښت په ترکیې کې ډېر ملاتړي لري او د نړۍ په گڼو هېوادونو کې تعلیمي خدمات وړاندې کوي.

په ترکیه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته د ترکیې حکومت فتح الله گولن په دې تورن کړ چې د کودتا اصلي پلان جوړونکي دی او هغه یې د لومړي ځل لپاره یو ترهگر وباله.

ترکي رسنیو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکیې د عدليې او کورنیو چارو وزیران امریکا ته د گولن د سپارلو په موخه سفر وکړي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button