خبرونهسلايډ

ترکي ولس ويښ او لا هم د اردوغان په ملاتړي لارویونونه کوي

په زرگونې ترکان د شنبې شپې د کودتا له هڅې وروسته تر دې دمه د ولسمشر اردوغان په ملاتړي ويښ پاتې دي او په لویو لارو، د استنبول په هوايي ډگر، لرې پراته ښارونو او د انقرې په گڼو برخو کې د حکومت په ملاتړ لاریونونه کوي.

کودتاچیانو لومړیو کې ترکي رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې خو د څه وخت تېرېدو وروسته پولیس او استخبارات په دې وتوانېدل چې رسنۍ د دوی له کنټروله ازادې کړي.

ولسمشر اردوغان په لومړیو کې د خپل گرځنده تلفن له لارې ولس ته پیغام ورکړ چې لارو کوڅو ته راووځي او د پوځ دا ډله پرېنږدي چې د خلکو له لوري ټاکل شوی نظام له منځه یوسي.

د کودتا له شنډېدو وروسته ولسمشر اردوغان بیا هم له خلکو وغوښتل چې په میدانونو او لویو لارو کې پاتې شي. تر دې دمه ترکي حکومت له خلکو نه دي غوښتي چې خپلو کورونو ته وگرځي.

د نړۍ په گڼو ښارونو کې د ترکیې د حکومت په ملاتړ لاریونونه شوي. په لندن کې ترکانو او عربانو د ترکيې د ټاکل شوي نظام په ملاتړ هم لاریونونه کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button