سلايډسيمه او نړۍ

ترکيې سوريه کې د روسيې الوتکه راغورځولې

د ترکيې هوايي ځواک سوريه کې يوه «سوخوی ۲۴» ډوله روسۍ الوتکه راغورځولې ده او پيلوټ يې ژوندی نيولی دی.

د ترکيې حکومت په رسمي توګه منلې ده، چې هوايي ځواک يې دغه روسۍ الوتکه ويشتې ده.

حکومت وايي، الوتکه د ترکيې هوايي حريم ته ننوتې وه او سره له دې چې بيا بيا خبرداری ورکړل شو، ستنه نه شوه، ځکه نو د دوی له لوري په نښه شوه.

ترکيې د الوتکې له دوه پيلوټانو چې د لاذقيه څنډو کې ښکته شوي و، يو ژوندی نيولی دی.alwataka

ترکي پوځ وايي، دوی روسۍ الوتکې ته له ويشتو مخکې په پنځو دقيقو کې لس ځل خبرداری ورکړ، خو د نه منلو په صورت کې دوه ترکي «F16» الوتکو روسۍ الوتکه راوغورځوله.

د روسيې دفاع وزارت د ياد ډول د خپلې يوې الوتکې غورځېدل منلي دي او زياته کړې يې ده، چې پيلوټان توانېدلي دي، د الوتکې له په نښه کېدو وروسته ځانونه وغورځوي، خو مالوم نه دي، چې چېرې دي.

د روسيې دفاع وزارت د ترکيې هغه دعوه هم رد کړې ده، چې ګوندې الوتکه يې د دې هېواد هوايي حريم ته داخله شوې وه، وزارت وايي، الوتکه يې د سوريې په فضا کې ۶۰۰۰۰۰ متره لوړه وه.

الوتکه د سوريې شمال غرب لور ته د لاذقيه څنډو کې په الترکمان غر لوېدلې ده، د سوريې د دولت مخالف وسله وال وايي، يو پيلوټ د دوی لاس ته ورغلی او د دوهم لټون هم روان دی.

په سوریه کې فعالان وايي، چې پيلوټ په عطيره کلي کې نيول شوی دی، اوسمهال هلته درنده جګړه پيل ده او روسۍ الوتکې په ټيټه فضا کې د پيلوټانو د پيدا کولو په موخه الوت کوي.

 

turkey map
د الوتکې د لویدو سیمه

ياده دې وي، چې ترکيې له دې وړاندې هم د سوريې او روسيې الوتکې له دې امله راغورځولې وې، چې هوايي حريم ته يې داخلې شوې وې.

ویډیو

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button