سيمه او نړۍ

ترکيې د سوريې په کردي پوځیانو توغندیز برید کړی 

د ترکيې حکومتي چارواکو نن رسنیو ته وویلي: « ترکيې نن د دویمې ورځې لپاره د سوريې په شمالي سیمه کې په کردي وسلوالو توغندیز برید کړی».
د سوريې شمالي سیمه د کردي وسلوالو په لاس کې ده. ترکيې پخوا هم پر دې سیمه توغندیز بریدونه کړي. تېره ورځ او نن پرله پسې ترکيې پر کردي وسلوالو توغندیز بریدونه کوي.
ترکيې تېره ورځ د سعودي عربستان پوځي الوتکې د ترکيې په اینجر لیک هوايي ډگر کې ځای پر ځای کړي. ښايي ترکيه له دې وروسته د سوريې په جگړه کې ښکاره برخه واخلي.
تر دې دمه نه ترکي چارواکو د مرگ ژوبلې کوم خبر ورکړی او نه هم کردي وسلوالو.
په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څارنې ادارې په خبر پاڼه کې ویلي: «د ترکيې په توغندیز برید کې دوه کردي جنگیالي وژل شوي».

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button