سلايډسيمه او نړۍ

ترکيې اروپايي ټولنه گواښلې ده

ترکيې اروپايي ټولنه گواښلې ده چې که تر راتلونکي اکتوبره يې ترکانو ته له وېزې پرته اروپا ته د سفر امتياز ورنه کړ، ترکيه به له هغه تړونه تېره شي، چې د کډوالو په اړه اروپايي ټولنې سره شوی دی. د دغه تړون له مخې ترکيې اروپا ته د کډوالو د ورتگ مخه نيولې ده.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاوش اوغلو په دې اړه وويل: «اروپايي ټولنې سره خبرې روانې دي، خو موږ به يا ټولې پرېکړې يو ځای پلي کړو او يا به له ټولو تېر شو، داسې به ونه شي، چې ټول ښه شيان اروپا ترلاسه کړي او ترکيې ته هيڅ پرېنږدي».
اروپايي ټولنې د روان کال مارچ کې ترکيې سره د کډوالو د مخنيوي بدل کې ژمنه وکړه، چې ترکانو ته به له وېزې پرته په ازاد ډول اروپا ته د سفر اجازه ورکړي، خو ترکانو ته دغه امتياز لا نه دی ورکول شوی. شنونکي په دې اند دي، چې له وېزې پرته ترکانو ته د اسفر د اجازې امتياز امریکا او اروپا له دې امله ځنډولی، چې ترکيه کې له ناکامې کودتا وروسته د ترکي حکومت له ځينو کړنو اندېښمن دي.
ترکيې د دې کودتا له ناکامولو وروسته د اروپا او امریکا پر ځای روسيې ته د نږدې کېدو هڅې پيل کړې دي، ترکي حکومت وايي، سره له دې چې د ناټو سازمان يو مهم ملاتړی دی، خو د نورو لارو چارو په لټه کې هم دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button