افغانستانراپورونهسلايډ

ترټولو کمې رايې په اروزګان کې او ترټولو ډيرې رايې په کابل کې اچول شوې

ترټولو کمې رايې په اروزګان کې او ترټولو ډيرې رايې په کابل کې اچول شوې

د انتخاباتو د پروسې له سرته رسيدو وروسته له يوې خوا د ولسمشري د نوماندانو ترمنځ د درغليو دعوې اوتورونه دوام لري، له بلې خوا د رايو د عمومي وضعیت په اړه هم بحثونه اواټکلونه روان دي، په يوشمير ولایتونو کې د رايو شمير له لسو فیصدو نه هم کم ښودل شوی.
د بیلګې په توګه د میدان وردګو ولایت رايې تريونیم سل زره اټکل کیدې، خو دا وخت یوازي۲۰زره رايې لويدلې، همداراز د ټول اروزګان ولایت نه يوازي۶۰۰۰ر ايې کارول شوې.
بل خوا په ځینو ولایتونوکې د ۴۰فیصده انتخاباتي مرکزونو تړل کيدلو پر دولت تورونه اوشکونه زیات کړي.
د انتخاباتو دکمیسون له ارقامو سره سم د ټول هيواد په کچه ټولې رايې څه کم ۲۷لکه بلل شوې، په دې کې ترټولو زیاتي رايې په کابل ولایت کې کارول شوې چې شمېريې څلورنيم لکه رایو ته رسيده او ترټولو لږ رايې په اروزګان ولایت کې لويدلې چې ټول شمېريې۶۰۰۰وو.
همداراز ترټولو زیات انتخاباتي مرکزونه په بلخ ولایت تړل شوي وو، چې شميريې ۱۲۶وو، دا د دې ولایت د ټولو مرکزونو له نيمايي نه لږ کم وو.
ترټولو زیات مرکزونه کابل کې پرانیستي وو، چې شمېر يې۵۵۱وو او یوازې يو مرکز تړلی و.

Related Articles

Back to top button