افغانستانسلايډ

ترينكوټ کې تازه نښتو کې دواړو لوريو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو تېره شپه يو ځل بيا د روزگان مرکز ترينکوټ کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي، چې له بريدونو سره سم درنې نښتې پيل شوې دي. له روزگانه ځينې سرچينې وايي، چې دغو نښتو کې دواړو لوريو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده.

د روزگان د والي وياند دوست محمد ناياب د دې جگړو د پخلي تر څنگ ويلي، چې نښتې تېره شپه اووه بجې پيل شوې او تر لسو روانې وې. نوموړي زياته کړې ده، چې طالبانو د ترينکوټ د امنيتي کمربند په چرمگر سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل. د هغه په وينا نښته کې گڼ شمېر امنيتي ځواکونه او طالبان وژل شوي او ټپيان دي.

خو د روزگان د ولايتي شورا رييس عبد الکريم خادمزي پژواک سره خبرو کې ويلي، چې جگړه کې دوه ويشت تنه پوليس وژل شوي، يوولس نور ټپيان دي او نهه تنه ورک شوي هم دي، چې تر دې دمه يې درک نه دی لگېدلی.

نوموړي ويلي، چې جگړه کې د سيمه‌‌ييزو پوليسو د قوماندان محمد ورور هم ورک شوی دی، خو يوې بلې باوري سرچينې پژواک ته ويلي چې د قوماندان ورور وژل شوی دی. طالبانو تر دې دمه د دې جگړې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم طالبانو د ترينکوټ ښار د سقوط هڅه وکړه، خو وروسته د نړيوالو ځواکونو د هوايي بريدونو له کبله په شا ولاړل. خو د روزگان د مرکز په گډون ټول ولايت کې لا هم د دوی بريدونه په زور کې دي. هغوی تېره ورځ وتوانېدل چې امنيتي ځواکونه د گيزاب ولسوالۍ له مرکزه وتلو ته اړ کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button